چین وایي دوی د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او نړیوالو ته هم په کار ده چې دې اصل ته په کتو له افغانستان سره تعامل ولري. د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې د چین له سفیر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اړوندو مسایلو بحث شوی دی. دواړو لورو د اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د لا ډېرو هڅو غوښتنه کړې ده. په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي چې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او نړۍ ته هم په کار ده چې دې اصل ته په کتو دغه هېواد ته درناوی وکړي او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه و نه کړي. د ا.ا پلاوي دغه راز غوښتي چې چین له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي او د اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.
































