په روسیه کې له کرونا سره د مبارزې کمېټه وایي، چې په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۳۹۹ تنو ته رسېدلی دی. یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې په ۸۲ سیمو کې ۵۸۴۱ کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي. د یادې کمېټې د خبر له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸ کسان مړه شوي هم دي، چې د ټولو مړشویو کسانو شمېر ۹۷۲ ته رسېدلی دی. په روسیه کې تر اوسه پورې له لس زره ډېر کسان له کرونا ناروغۍ بېرته ښه شوي دي.
































