د تایوان په جنوبي ښار کاوشانګ کې په یوې سوداګریزې ودانۍ کې چې خلک په کې هم اوسېدل د اور لګېدو په پېښه کې ۴۶ تنه وژل شوي او ۴۱ نور ټپیان دي. د کاوشانګ ښار د اور وژنې عملې ویلي چې په دغه ۱۳ پوړیزه ودانۍ کې لګیدلی اور ډېر سخت و او زیاته کړې یې ده چې د دې ودانۍ څو پوړونه ویجاړ شوي دي. دغې ادارې د ۴۶ کسانو مړینه تایید کړې ده. تر اوسه د اورلګېدلو علت نه دی معلوم خو دولتي چارواکي وایي چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
































