د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، که له افغانستان سره په بېړه مرسته ونه شي، د دې هېواد اقتصاد به وپاشل شي او د ژمي له راتګ سره به بشري ناورین رامنځته شي. د دې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ چې کابل ته رغلی وايي، افغانان له یوې خوا جګړو ځپلې او له بلې خوا وچکالۍ زیانمن کړي دي. بلوچ وايي، د نړیوالې ټولنې ترڅنګ ملګري ملتونه هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي. افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه کسان په داخل کې بې ځایه شوي چې د دوی له منځه یوازې ۷ لکه په روان ۲۰۲۱ میلادي کې بې ځایه شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په وروستیو څو ورځو کې زرګونو کورنیو ته خوراکي مواد، کمپلې او ځینې نور اړتیا وړ شیان ورکړي دي.
































