د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په مسکو کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې ټاکل شوې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو طا لب پلاوی د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي. نوموړي زیاته کړې چې حنفي به د یو شمېر هیوادونو له استازو سره د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه ټاکل شوې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه تر سره شي. دې غونډې ته یو شمېر نور افغان سیاسي لوري او سیمه ییز هېوادونه هم بلل شوي. په دې کنفرانس کې به د طا لبانو د پلاوي مشري ملا سلام حنفي وکړي.
































