د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي چې دوی تر اوسه پورې د افغانستان په اړه د مسکو ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې. ویاند نیډ پرایس ویلي چې دوی په مسکو کې د جوړېدونکې ناستې په اړه خبر دي خو تر اوسه پورې یې په یاده ناسته کې خپل ګډون تایید کړی نه دی. هغه دې موضوع ته په اشارې چې د ترویکا ناسته پراخه شوې او روسیه غواړي چې د امریکا، چین او پاکستان په ګډون د افغان سولې او ثبات لپاره ناستې جوړوي، دوی د یادې ناستې ترسره کېدو ته هیله من دي او تمه لري چې دغه ناستې به ګټورې پایلې ولري. د یادونې ده چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۰مه نېټه د افغان دولت د یو پلاوي په ګډون په مسکو کې ناسته جوړه او پر افغان سوله او ثبات خبرې اترې وکړي.
































