د حرمین شریفین د چارو عمومي مشر په راتلونکو څو ورځو کې د مسجد الحرام او مسجد النبي د بیا پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی. د «عربي ۲۱» رسنۍ د خبر له مخې عبدالرحمن السدیس ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به په مسجد الحرام کې طواف او په جماعت سره لمونځ او په مسجد النبي کې هم جماعت او زیارت کول پیل شي. خو ددې تر څنګ د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت د حرمین شریفین د خلاصېدو لپاره یو ضروري شرط دا اېښی دی، چې ټولې هغه سپارښتنې باید رعایت شي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو مخه نیسي. سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخینوي په موخه د مارچ میاشتې له ۱۹ مې نېټې راهیسې د حرمین شریفین په شاوخوا کې د خلکو په حضور بندیز لګولی و.
































