له طا لبانو سره د مذاکراتو پيلولو ته جدي اړتیا ده. ديپلومات نشریې په یوه مقاله کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي نو نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په کار ده چې له طا لبانو سره خبرې پيل کړي او په دې برخه کې بېړه په کار ده. سرچینه کاږي چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله، مدرن او پیاوړي حکومت جوړېدو اړتیا ده نو ددې موخې لپاره باید نړیواله ټولنه له طا لبانو سره په بېړه او پراخې خبرې پيل کړي. په مطلب کې راځي چې د پیاوړي حکومت په جوړولو کې ځنډ د میلیونونه افغانانو له ژوند سره لوبې دي. نشریې همدا راز د نوي حکومت پر چارواکو غږ کړی چې د عامو افغانانو نظریات واوري، له دوی سره خبرې وکړي، خلکو ته په حکومت کې ځای ورکړي او په بېړه دې د افغانستان د ژغورلو او ساتلو لپاره لاس په کار شي.
































