د افغانستان نوي حکومت د پوتین پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. د طا لبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي انادولو ترکي رسنۍ ته ویلي چې د ویلاديمیر پوتین څرګندونې په کلکه ردوي او په خبره يې په افغانستان کې بهرنۍ ترهګرې ډلې فعالیت نه شي کولی. دده په وینا د افغانستان ا.ا د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات کوي او هغه ګواښونه له منځه وړي چې سیمې او هېواد ته د خطرونو سبب کېږي. تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین ویلي وو چې بهرنۍ ترهګرې ډلې خپل غړي له عراق او سوریې افغانستان ته لېږدوي او په خبره یې ددغه هېواد په شمال کې شاوخوا ۲ زره بهرني وسله وال ځای پر ځای شوي دي. خو ا.ا د نوموړي دا څرګندونې ردوي او په دې اړه رابرسېره شوې اندېښنې بېځایه بولي.
































