پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان نوی حکومت باید د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو په لټه کې شي. نوموړي له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په ملي کچه د طا لبانو حکومت د لویې جرګې یا ټاکنو له لارې مشروعیت خپلولی شي خو په نړیواله کچه د نړیوالو قوانینو د عملي کولو له لارې مشروعیت ګټي. هغه ویلي افغانان باید د نوي حکومت تر څنګ ودرېږي، د ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره دې هڅه وشي، خو د نوي حکومت مشرانو ته هم په کار ده چې خپلې ژمنې پوره کړي، بشري حقونه رعایت کړي، د ملت خبرو ته غوږ کېږدي او د یوه با ثباته او خپلواک هېواد د جوړولو لپاره لاس په کار شي. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د ښځینه وو په ګډون یوه ملي او پراخ بنسټه حکومت جوړېدو ته اړتیا ده او اوسني مشران باید په دې برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي. نوموړي د سیمې له هېوادونو هم غوښتي چې له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي، د ترهګرو ډلو پر ضد د افغان حکومت لاسنیوی وکړي او له دوه مخو لوبو دې په شا شي.
































