هند غواړي راتلونکې میلادي میاشت د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ کړي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند غواړي په افغانستان کې د بشري مرستو او دغه راز په دغه هېواد کې د ثبات لپاره د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د مسوولینو یو کنفرانس جوړ کړي. د هند د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې کنفرانس کې پاکستان، چین او روسیې ته د ګډون بلنه ورکول کېږي. سرچینه وایي چې هند په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه جدي اندېښنه لري او غواړي د سیمې د هېوادونو په کنفرانس کې خپلې اندېښنې شریکې کړي او له افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي بحثونه وکړي.
































