د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت د راتګ او له دغه هېواد سره د همکارۍ لپاره یې خپل نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی. دده په خبره حسن کاظمي به د ایران په استازیتوب له افغان چارواکو سره د امنیت او سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ کوي. رییسي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې وروستیو بوږنوونکو امنیتي پېښو اندېښنې ډېرې کړې دي او ددغه هېواد د نویو حاکمانو دنده ده چې د ملت امنیت تامین کړي او هڅه وکړي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ختم کړل شي.
































