د اسلامي هېوادونو د همکاریو نړیوال سازمان په افغانستان کې وروستي ترهګریز بریدونه غندلي دي. ددغه سازمان له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې په جومات کې چاودنه او د عامو وګړو وژل کېدل ستر او نه بښل کېدونکی جنایت دی. ددغه سازمان په اعلامیه کې راغلي چې دوی د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د ترهګرۍ ټول ډولونه غندي او ددې تمه لري چې نړیوال وکړی شي ددغه پدیدې پر وړاندې جدي او هر اړخیزه مبارزه وکړي. د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان وایي د ترهګرۍ ټولې بڼې غندي او د هر هغه برید مخالفت کوي چې عام او بېګنا وګړي پکې وژل کېږي.
































