د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې نن په لوکزامبورګ کې د اروپايي ټولنې ځانګړې ناسته جوړه شي او په هغه کې به ددغه ټولنې پر فعالیتونو او ماموریتونو خبرې کېږي. راپورونه وایي چې د اروپايي ټولنې په غونډه کې د نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کېږي. په غونډه کې همدا راز په فارس خلیج، ایتوپیا او نیکارګوا کې پر انساني وضعیت، تونس او بالکان خبرې کېږي. دا چې اروپايي ټولنه به د افغانستان په اړه پر کومو پرېکو لاس پورې کوي په اړه یې لا بشپړ معلومات نشته دي. تر دې وړاندې هم په خپلو غونډو کې په افغانستان کې پر روان وضعیت او دلته د بشري حقونو پر ساتنه ټینګار کړی دی.
































