چین ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل ته زمینه برابره کړي. دا څرګندونې په کابل کې د چین لوی سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، په دغه ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې موافقه شوې ده چې وخت او ځای به یې د دواړو لوریو ترمنځ وروسته نهایي شي. دغه راز له افغانستان څخه چین ته د جلغوزیو د صادراتو پر بیا پیل هر اړخیز بحث شوی او چینايي لوري ډاډ ورکړی دی چې د جلغوزیو د صادراتو د بیا پیل لپاره به ټول شرایط برابر کړي او ډېر ژر به دغه صادرات بیا پیل شي.
































