یو ارجنټایني شنونکي خوفره لیال ویلي چې په افغانستان کې د اوسنیو ټولو ستونزو لامل امریکا ده او دغه هېواد له کوم څرګند هدف پرته شل کاله افغانستان اشغال کړی و چې همدا لامل شو څو د دوی له وتلو وروسته افغانستان له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي. هغه دغه راز ویلي چې پر افغانستان د امریکا د یرغل لامل القاعده نه وه بلکې دغه هېواد غوښتل چې په سیمه کې د چین د نفوذ د مخنیوي لپاره نظامي اډې ولري او له همدې ځایه د سیمې هېوادونو ګټې له خطر سره مخ کړي. خوفره څرګنده کړې ده چې په اوسنیو شرایطو کې د سیمې هېوادونه ځانګړې توګه ایران کولی شي د افغانستان په ثبات کې مثبت رول ولوبوي او ټولو هېوادونو ته په کار ده چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له مداخلې پرته د دغه هېواد مرستې او همکارۍ ته را ودانګي.
































