شمالي وزیرستان کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته برید شوی دی چې په پایله کې یې څلورو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا برید د شمالي وزیرستان په شیوه تحصیل سیمه کې شوی دی چې په نتیجه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. پوځ ویلي چې بریدګرو له سیمې څخه پښې سپکې کړې دي خو دوی د لټون عملیات پيل کړي دي. د برید پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې او نهو پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.
































