له افغانستان څخه تر تېښتې وروسته د پخواني دولت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د لومړي ځل لپاره په لندن کې په یو قیمتي موټر کې لیدل شوی دی. په یاد موټر کې د سولې په چارو کې د پخواني دولت وزیر سعادت منصور نادري هم ورسره لیدل کېږي. یاد موټر بنتلي کانټننټال نومېږي او قیمت یې تر ۱۵۰ زره پونډه لوړ دی. د یادونې ده چې حمدالله محب واک ته د ا.ا تر رسېدو مخکې د زمري په ۲۴مه له پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای له افغانستانه وتښتېد.
































