د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا د مرستیال ملا عبدالسلام حنیفي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان په تړاو د مسکو ناستې ته روان شو، په دغه پلاوي کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي،د سوداګرۍ او اقتصاد سرپرست وزیران او کابل ښاروال هم برخه لري، د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه ناستې موخه داده تر څو د افغانستان نوي حکومت ته له نړیوالې ټولنې سره ښو اړیکو ته لاره هواره او نوی حکومت دیته پرینږدي چې منزوي شي.
































