د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې ګوښه شوی دی، د امریکا بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې خلیلزاد به نوره دغه دنده پر مخ نه وړي او د افغانستان چارې به د نوموړي مخکینی مرستیال ټام ویست په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزارت او یا په قطر کې د امریکا له سفارت څخه څاري. سي ان ان ویلي چې لا څرګنده نه ده چې زلمي خلیلزاد ته به کوم بل ماموریت وسپارل شي او که نه، زلمی خلیلزاد د مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی ټاکل شوی وو او تر دې وړاندې یې عراق او افغانستان کې د امریکا د سفیر دنده هم اجرا کړې وه، خلیلزاد په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ اوږده مذاکرات کامیاب کړل چې په پایله کې یې امریکایي ځواکونه له افغانستان ووتل او د اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت را وپرځید او د هیواد واګې په بشپړه توګه طالبانو ته وسپارل شوې.
































