امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د لوژستیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولی د افغانستان په اړه په مسکو کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. د سرچینې په خبره دوی به په راتلونکو کنفرانسونو کې ارو مرو برخه اخلي خو په دې کې یې ګډون ناشونی دی. تر دې وړاندې روسیې ویلي وو چې ښایي امریکايي پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي. دا کنفرانس د مسکو په کوربه توب جوړېږي او موخه یې هم دا ده چې په افغانستان کې اوسنی بې برخلیکه وضعیت پای ته ورسېږي او د طا لبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لار پرانیستل شي.
































