ایران د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړوي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د راتلونکې اونۍ د چهارشنبې په ورځ به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له ګډون د افغانستان په اړه یو ورځنی کنفرانس جوړوي. ددغه وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل چې په دې کنفرانس کې به د سیمې د هېوادونو استازي په حضوري بڼه ګډون کوي او دلته به د یوه ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې کوي. نوموړی وایي ایران په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه او ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړی دی او راتلونکې غونډ هم پر همدې مسئله جوړېږي. تر دې وړاندې هم ایران ویلي وو چې ژر به د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو یوه غونډه راوبولي.
































