د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې څارونکي له افغانستان د تخلییې ماموریت څېړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه وزارت ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي د کانګریس له پر له پسې غوښتنو وروسته دوی دا پرېکړه کړې چې په کابل کې د تخلیې ماموریت او د امریکا د سفارت کړنې وڅېړي او په اړه یې خپله پرېکړه روښانه کړي. دوی وایي چې د تخلیې په ماموریت کې خورا ستونزې وې، دا بهیر د خلکو د مړینې سبب شو، په نړیواله کچه یې غبرګونونه لرل چې له همدې امله دوی ددغه بهیر د څېړنو له پيل خبر ورکړی دی. سرچینه کاږي دوی د سفارت پر کړنو، پلانونو، مدیریت او همدا راز کمکاریو هم تمرکز کوي او په دې برخه کې شوې تېروتنې به د کانګریس غړو ته روښانه کړي.
































