په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني غړي انس حقاني په تازه ټویټ پیغامونو کې پر هغو هیوادوالو غږ کړی چې تازه بهر ته تللي او یا اوس ور روان دي، چې بیرته هیواد ته را وګرځي او د هیواد په آبادۍ کې برخه واخلي. انس حقاني ویلي د بهرنیانو د هغه تبلیغاتو ښکار مه کیږئ چې بهر تګ ته مو هڅوي، نوموړي ویلي هیواد ته ثبات پر راتلو دی او ژر به ستونزې هوارې شي ، نوموړي زیاته کړې هیواد د ټولو ګډ کور دی او باید د پرمختګ لپاره یې ګډ کار وکړو.
































