کام اير هوايي شرکت سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ خپلې الوتنې بېرته پیلوي. په دوبۍ کې د افغانستان لویې قونسلګرۍ په خپلې فېسبوک پاڼې تېره شپه لیکلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې کام اير شرکت ته د دغو الوتنو بیا پیل زمینه برابره کړه. سرچینې لیکلي، په دې اړه افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزيزي د کام اير هوايي شرکت له رييس تيمورشاه سره هم ليدلي او په دې لیدنه کې هوکړه شوې چې په اماراتو کې د ځینو وفات شويو افغان مسافرو د جنازو انتقال ته به لومړیتوب ورکول کېږي. د هوايي چلند ادارې مسوولینو بیا، بیا ویلي چې هېواد کې له وروستي تحول وروسته د کابل هوايي ډګر هر ډول الوتنو ته چمتو دی او له بهرنیو هوايي شرکتونو یې هم غوښتي چې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.
































