د یوې تازه آنلاین سروې پایلې ښیي چې د اسلامي امارت له واکمنیدو را په دیخوا د سیمه اییزو چارواکو په منځ کې د کندهار اکثریت اوسیدونکي له خپل نوي والي حاجي محمد یوسف وفا څخه خوښ دي او ګڼو کندهار اوسیدونکو ویلي چې والي یوسف وفا ته لاس رسی آسانه او پر وخت خپلې ستونزې ورسره شریکولی شي او د والي ګڼې ژمنې عملي او ستونزو ته پر وخت رسیدګي کیږي،په دغه سروې کې د ګڼو نورو ولایتونو اوسیدونکو شکایت کړی چې د دوی والیان په خپلو چارو کې پڅ او ګڼ سیمه اییز اوسیدونکي تر اوسه خپل والیان هم نه پیژني چې د دوی والي څوک او پر کومو چارو بوخت دی.
































