روسیه وایي له افغانستان سره د اقتصادي او بشري مرستو په لټه کې دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دوی د طا لبانو د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه دي خو هڅه کوي له دغه هېواد سره بشري مرستو ته زمینه برابره کړي او اقتصادي ملاتړ یې وکړي. دده په خبره دوی همدا راز افغانستان ته د بشري مرستو د راټولولو لپاره هم کوښښ کوي. سرګي لاوروف دغه راز وایي چې چین، پاکستان او روسیه به د افغانستان اقتصادي ملاتړ ته ادامه ورکوي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې نن چهارشنبه به په مسکو کې د طا لبانو، امریکا، روسیې او چین له ګډون د افغانستان په اړه کنفرانس جوړېږي او په دې کنفرانس کې به پر بېلو مسایلو خبرې کېږي. د ا.ا.ا وایي چې دوی په دې کنفرانس کې له واضح دریځ سره ګډون کوي او موخه به یې افغانستان ته د اقتصادي همکاریو او ملاتړ را جلبول وي.
































