افغانستان کې د پولیو واکسین د وېش په لاره کې هېڅ راز ستونزې نشته دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي سره له دې چې د نظام له اوښتون سره په بېلو برخو کې ستونزې رامنځ ته شوې، خو ددې زمینه برابره شوې چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسینو د وېش زمینه برابره کړل شي. عامې روغتیا وزارت دغه راز وایي چې دمګړی د دوی سیار ټیمونه په ټول افغانستان کې فعال دي او د پولیو واکسینو د وېش کمپاین به روان وي. سرچینې له عامو افغانانو غوښتي چې د کمپاین د بشپړېدو په برخه کې ورسره همکاري وکړي. پولیو یا ګوزڼ هغه ویروس دی چې په ټوله نړۍ کې له منځه تللی، خو په افغانستان او د پاکستان په ځینو برخو کې لا هم موجود دی.
































