زلمی خلیلزاد وایي په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې، خو افغانان له نوو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. هغه په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې له خپلې دندې ګوښه شو، خو په وینا یې د سولې د راتګ لپاره یې ماموریت بریالی و. د خلیلزاد په وینا ده د افغانانو هغه خوب یې رښتیا کړی چې له څلوېښتو کلونو یې د سولې او امنیت لپاره لیدلی وو. خلیلزاد زیاته کړې چې لا هم په ټوله سیمه کې د امنیت او سولې لپاره هڅه کوي او دې چارې ته ژمن دی. هغه د امریکا نوي ځانګړي استازي ته د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده. زلمی خلیلزاد په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان په ناورین کې د امریکا له لوري په یو ډول نه یو ډول ښکېل کس و، چې په دې موده کې یې بېل ماموریتونه ترسره کړي دي. هغه ځان په خپلو چارو کې بریالی بولي خو په اړه یې د رسنیو او عامو وګړو قضاتونه توپير کوي.
































