امریکا په افغانستان کې د وضعیت د څارلو لپاره په پاکستان کې خپل نوی ارشد ديپلومات معرفي کړی دی. د رویټرز د خبر له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن غواړي په افغانستان کې وضعیت مدیریت کړي چې له امله یې ډونالډ بلوم په پاکستان کې د ځانګړي ارشد ديپلومات په توګه معرفي کړی دی. هغه به دلته رامنځ ته شوی وضعیت ارزوي او په دې تړاو به د بایډن استازیتوب کوي. ډونالډ تر دې وړاندې په تونس کې د امریکا سفیر و. په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي. امریکا غواړي چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر وتلو وروسته دلته خپله څارنه ډېره کړي او دلته د پېښېدونکو ګواښونو پر وړاندې پر وخت اقدام وکړي. امریکا داسې مهال پاکستان ته ځانګړی ديپلومات لېږي چې دمګړی د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.
































