چین وايي په افغانستان کې د طا لبانو په مشرۍ له نوي حکومت سره ګډ کار ته ادامه ورکوي. د مسکو په غونډه کې د چین استازي په خپلو خبرو کې ویلي چې د سیمې هېوادونه باید د دایمي ثبات او امن راوستلو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي. دده په وینا له افغانستان سره په مرسته ټولې سیمې ته امن او ثبات راتللی شي. هغه همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په وروستیو کې په افغانستان کې ترسره شوي ښه فعالیتونه او کړنې وستایي او ملاتړ یې وکړي. چین یو ځل بیا ویلي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو ددې تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي سوله او ثبات رامنځ ته شي. د چین استازي دغه راز ویلي چې افغانانو ته باید په خپل هېواد کې په خپله خوښه د حکومت جوړولو اجازه ورکړل شي.
































