ترکمنستان وایي په افغانستان کې د دولت جوړول د افغانانو خپل حق او صلاحیت دی. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د مسکو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی د افغانستان په تړاو د بې طرفۍ اصل ته درناوی لري او تمه لري چې په دغه هېواد کې دایمي ثبات رامنځ ته شي. هغه ویلي د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او په وینا یې افغانان حق لري چې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي. ترکمنستان تمه څرګنده کړې چې افغانستان وکړی شي له دې سختې مرحلې په بریالۍ توګه تېر شي. ترکمنستان تر دې وړاندې هم له افغانستان سره په بېلو برخو کې د مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.
































