د کرنټین پر مهال سلګونه زره کسانو په ټولنیزو رسنیو کې په ارامه موسیقۍ پسې پلټنه کړې ده. د بي بي سي انګلیسي یو راپور ښيي چې خلکو د موسیقۍ او انلاین رادیوګانو په سلګونه وېبسایټونو کې ګډون کړی دی او ارامه موسیقي یې پلټلې ده. له دې ډلې د (Spotify) د موسیقۍ یوه وېبپاڼه وايي چې د ګډون کوونکو شمېر یې ۱۳۰ میلیونو ته رسېدلی دی. ددغه وېبپاڼې د مسوولینو په وینا د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دوو میاشتو کې یې ګډونوال دومره ډېر نه وو، او له مالي ستونزو سره مخ کېدل خو اوس خلک د خپل ذهن د ارامتیا لپاره هره ورځ زرګونه ځله دغه وېبپاڼې ته ورځې او ارامه موسیقي پلټي. ګډونوال په دې باور دي چې ارامه موسیقي کولی شي دور د کرنټین په موده کې خوشاله وساتي او له اندېښنو بچ شي.
































