د افغانستان، چین، پاکستان او هند ترمنځ په مسکو کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې په دې غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او متقابلو همکاریو خبرې شوې دي. د بلخي په وینا درېواړو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره به خپل تعامل ته ادامه ورکوي او په اړینو برخو کې به همکاري کوي. یادو هېوادونو همدا راز ویلي چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو لپاره به هڅه کوي او تر څنګ یې په هېواد کې له رامنځ ته شوي امنیت او پرمختګونو هرکلی کړی دی. دوی ویلي چې د بشري مرستو په برابرولو کې به هم له افغانستان سره همکاري کوي.
































