امریکا او ملګري هېوادونه یې دې ژر تر ژره له طا لبانو سره مذاکرات او تعاملات پیل کړي. د ووډ وېلسن څېړنیز مرکز په یوه انلاین کنفرانس کې پخوانیو امریکايي ديپلوماتانو او د افغانستان د مسایلو څارونکو ویلي، چې طا لبان دمګړی په افغانستان کې واک ته رسېدلي او ددغه هېواد واګې له دوی سره ده نو امریکا او ملګرو ته یې په کار ده چې په مذاکراتو او تعاملاتو کې ځنډ و نه کړي. د دوی په خبره ددې جدي اړتیا ده چې نړۍ له نوي حکومت سره مذاکرات او تعاملات پیل کړي او په دې توګه په افغانستان کې له یوه احتمالي ناورین مخنیوی وکړي. ديپلوماتان ټینګار کوي چې د افغانستان له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره باید همکاري وشي څو په دغه هېواد کې د ثبات او امنیت په راوستلو کې مثبت ګامونه اوچت کړي.
































