هند وایي هڅه کوي د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړي. د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت کومار د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې دواړو لورو له کرونا سره پر مبارزې، مالي مرستو او سولې بحثونه کړي. د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت کومار ویلي دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکي دي او هڅه کوي د افغانستان د سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع پیاوړې کړي. اتمر هم په بېلو برخو کې د هند له مرستو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې هند د له افغانستان سره د کرونا ویروس پر وړاندې روانه مبارزه کې لا ډېره همکاري او مرسته وکړي.
































