د سړک غاړې ته د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې پنځه پاکستاني عسکر وژلي دي. د راپورونو له مخې پېښه تېره ورځ ناوخته په باجوړ سیمه کې شوې ده. د پاکستاني پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په باجوړ کې یې یو پوځي موټر د تېرېدو په حال کې و او ځای پر ځای شوي ماین ورباندې چاودنه کړې ده. سرچینه وایي چې په پېښه کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي دي. د پاکستاني طالبانو غورځنګ ددغه برید مسوولیت منلی او د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا یې کړې ده. بلخوا پوځ وایي چې د باجوړ په یوه بله سیمه کې بیا د ناپېژانده وسله والو په برید کې یو پاکستاني عسکر وژل شوی دی.
































