د حکومت مسوولین باید په سیمه ییزو او نړیوالو هوکړو کې له پوره دقت کار واخلي. پخواني طا لب چارواکي او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له ازبکستان تر کابل بیا پېښور د رېل پټلۍ د هوکړې په تړاو په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې پاکستان په دې برخه کې په پوره مهارت دوه مخې لوبه کوي. دده په وینا پاکستان غواړي یوازې د افغانستان له خاورې د ترانزیت لپاره کار واخلي خو په بدل کې یې افغانانو ته له خپلې خاورې د ترانزیت او سوداګرۍ زمینه نه برابروي. دده په وینا دا پټلۍ دې د پېښور پر ځای تر کراچۍ پورې وغځول شي او په دې توګه دې افغانانو ته هم ددې زمینه برابره کړل شي چې د پاکستان له خاورې په استفادې سوداګري او ترانزیت ترسره کړي. هغه د حکومت پر چارواکو غږ کړی چې په ټولو هوکړو او نړیوالو مسایلو کې دې له پوره دقت او مشورو کار واخلي.
































