د اطلاعات او کلتور وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه ویلي چې د افغانستان ا.ا تر اوسه پورې په تهران کې د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې. هغه په مسکو کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې زیاته کړې چې تر اوسه پورې لا وخت شته نو ځکه تر اوسه جوته نه ده چې د دوی له لوري به څوک د استازي په توګه یاده ناسته کې ګډون وکړي. د یادونې ده چې مخکې تر دې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي وو چې تهران به د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوبتوب وکړي.
































