د غزني ولایت مقام په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ماین د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی و او د ملکي وګړو پر موټر یې چاودنه کړې ده. د سرچینې په خبره په پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکیان وژل شوي دي. ولایت مقام وايي ماین د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































