د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو رسمي سفر کابل ته راغلی دی. د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، نوموړی به د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره پر امنیتي، سوداګریزو، کډوالو او نورو موضوعاتو خبرې اترې وکړي. کابل ته د قریشي سفر پر داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري پراخ بریدونه پیل شوي دي او پاکستان په وار وار له ا.ا څخه د ټيټيپي د ګواښونو د مخنیوي غوښتنه کړې ده چې خو ا.ا ویلي چې دا د پاکستان کورنۍ مسئله ده او دوی پکې د مداخلې لیوالتیا نه لري.
































