د پاکستان پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازي محمد اقبال وزیر پر خپله فیسبوک پاڼه ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشتو هغو کسانو ته یې پر یاده کرښه د اوښتو اجازه تر لاسه کړې ده چې کورنۍ یې د پولې دې یا هغې غاړې ته دي. نوموړي ویلي چې دا پرېکړه به د سیمې د ملکانو تر تصدیق وروسته د پلي کېدو وړ وي. هغه ویلي ډېری داسې کورنۍ شته چې جایدادونه یې د کرښې یوې غاړې ته خو کورونه یې بلې غاړې ته پاتې شوې دي او اوس مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. که څه هم ا.ا تر اوسه پورې په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په همدې تړاو خپاره شوي راپور کې راغلي چې افغان حکومت د انساني خواخوږۍ له امله د پاکستان د دې پرېکړي هرکلی کړی دی.
































