بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بدخشان د اطلاعات او کلتور سرپرست رییس معزالدین احمدي ویلي چې دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو مسافر وړونکی فلانکوچ د دغه ولایت له راغستان ولسوالۍ څخه مرکز فیض اباد ته پر لاره له سړکه ووت. د نوموړي په خبره په دې پېښه کې د دوو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون اته تنه مړه شوي او دوه نور ټپيان شوي دي. د یادې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































