د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، د ا.ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په تورخم او سپین بولدک کې د خلکو پر تګ راتګ او د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد پر ستونزو خبرې کړې دي. دغه راز د دې تر څنګ دواړو لورو په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو هم خبرې کړې او هیله یې ښودلې چې هلته د مېشتو افغانانو ستونزو ته رسیدنه وشي. قریشي او ورسره مل پلاوي دغه راز د ا.ا.ا له رییس الوزرا سره هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي. واک د طا لبانو له رسېدو وروسته دا کابل ته د پاکستان بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر دی.
































