د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان به نن د دې تړون د دفاع وزیرانو د غونډې په اجنډا کې شامل وي. ینس سټولټنبرګ پرون وویل، ناټو به د دې لپاره چې افغانستان د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل نه شي، د طا لبانو پر وړاندې له دیپلوماتیکو او سیاسي فشارونو کار واخلي. د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه، پرون په بروکسل کې پیل شوه او نن هم دوام کوي. سټولټنبرګ د دې خبرې د کولو ترڅنګ چې افغانستان به د ناټو د دفاع وزیرانو د نننۍ غونډې په اجنډا کې هم شامل وي، وویل، هغه درسونه به وارزول شي چې د افغانستان له شل کلن ماموریته زده شوي دي.
































