د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو پرون د ایران او متحده عربي امارات له بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په دې ټېلیفوني خبرو کې اوغلو له خپل ایراني سیال حسین عبداللهیان سره د افغانستان او سوریې په اړه خبرې وکړې. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید النهیان سره پر دوه اړخیزو مسالو او افغانستان د نظر تبادله کړې ده. ترکیې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالولو لپاره چمتووالی ښودلی، خو پر طا لبانو یې غږ کړی چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.
































