د امریکا دفاع وزارت وايي، له افغانستانه د امریکا پوځي اډو ته د راوستل شویو افغانانو نیمايي ماشومان دي. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، د دفاع وزیر لوېډ اسټن د لیک پر اساس، له افغانستانه نږدې ۵۳ زره تنه ایستل شوي او د متحدو ایالاتونو په بېلابېلو پوځي اډو کې دېره کړای شوي دي. د امریکا دفاع وزیر لوېډ اسټن د کانګرس د اوکلاهما د جمهوریپال ګوند د غړي سناتور جېم اینهوف پوښتنې ته په ځواب کې لیکلي چې د دغو افغانانو نږدې نیمايي ماشومان دي.
































