د طا لبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وايي، تراوسه پورې يې د تهران په غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې. ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون په تهران کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي. د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر خیرالله خیرخواه وویل، لا وخت شته چې په دې غونډه کې د ګډون په اړه پرېکړه وشي. د تهران د غونډې د بحث موضوع په افغانستان کې پراخ بنسټه حکومت، سوله او ثبات بلل شوی دی. تردې مخکې وړمه ورځ د ۱۰ هېوادونو د استازو په ګډون په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شوه. هند هم ویلي چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو غونډه جوړوي.
































