امریکا وایي پر ایران باید هغه بندیزونه تمدید شي چې له مخې یې وسلې نه شي پېرلی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي په راتلونکو شپږو میاشتو کې پر ایران د وسلو د پېرلو د بندیزونو موده ختمېږي خو دوی اجازه نه ورکوي چې ایران دې وسلې وپېري. مایک پامپیو وایي دوی د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره مرسته کوي چې پر ایران دغه بندیزونه تمدید کړي. بلخوا پمپیو دا هم ویلي چې د ایران ماهان هوايي شرکت یو ترهګریز شرکت دی چې غیر قانوني وسله والو ډلو ته وسلې او مهمات لېږدوي. دده په خبره ددغه شرکت پر وړاندې باید اقدام وشي او د ترهګرو په تور لېست کې شامل کړل شي.
































