د روسیې په لویدیځ کې د ریازان په ولایت کې د باروتو او کیمیايي موادو په یوې فابریکه کې چاودنه شوې چې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۱۶ کسان وژل شوي او ګن شمیر نور لا درکه شوي دي. د روسیې د بیړنیو حالاتو وزارت ویلي دي چې نن سهار په د نهو بجو په شاوخوا کې د ریازان ولایت د شیلوفسکي ولسوالۍ په لیسنوای کلي کې د وسلو، باروتو او کیمیايي موادو د یوې فابریکې په ورکشاپ کې د چاودنې نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. د راپورونو له مخې چاودنه د تخنیکي ستونزې له نتیجه کې رامنځته شوې ده
































